په ملکه کوهسار مري کې د ژمي د لومړۍ واورې ورېدو وروستو يخنۍ زياته شوې ده

0
110

باغی ټی وی رپورټ
په ملکه کوهسار مري د ژمي د لومړۍ واورې ورېدو وروستو يخنۍ زياته شوې ده، ګليات، سوات او کالام کې هم د واورې ورېدو له وجې د سيلانيانو خوښي زياته شوې ده.

په ناران او شوګران کې د واورې ورېدو هم یخنۍ زیاته کړې، په ناران کې د تودوخې درجه منفي ۴ او په شوګران کې ۲ ته راښکته شوې ده.

په سوات او کالام وادۍ کښې د واورې ورېدو له وجې د يخنۍ شدت زيات شوے دے، لوئېر دير کښې د واورې ورېدو نه پس منظرې نوره هم ښايسته شوې دي، د خېبر د وادي تيرا په مختلفو سيمو کښې د ژمي په لومړۍ واوره هم د يخنۍ زور زياتے شوے دے۔ په اورکزو کې د جبر ټاپ او په غونډۍ کې د واورو د وریدو له امله د لارې تړل شوی دی.

د بلوچستان د ټوبې کاکډي او کوه خواجه غرونه په واورو پوښل شوي، سبي، مستونګ او نوشکي د باران نه پس یخنۍ خوري.
مظفرآباد ښار او شاوخوا سیمو کې د چلاس، بابوسرټاپ، بټوګاه ټاپ، فیری میډوز او نانګا پربت بیس کیمپ نه علاوه په غرونو باران او واوره وریږي.

د پنجاب په زياتره ښارونو کې د لاهور، فيصل اباد، جهنګ، سرګودها، ملتان، بهاولپور، کماليه، ټوبه ټېک سنګ په شمول په يو شمېر ځايونو کې د تيزو او تيزو بارانونو له وجې موسم سړه شوی دی.

Leave a reply