دوزيراعظم شهباز شريف او دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منير ترمينځ ليدنه شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: دوزيراعظم شهباز شريف او دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منير ترمينځ ليدنه شوې ده.
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم اؤ آرمي چيف ترمينځ وزيراعظم هاؤس کښې د لیدنې پر مهال وزيراعظم شهباز شريف ته په هيواد کې دامن او نظم په صورتحال بريفنگ ورکړل شوى.
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم اؤ آرمي چيف ترمينځ په ليدنه کې دقومي سلامتۍ کميټۍ غونډه رابللو فيصله شوې چې سبا به يې بللى شي.دسرچينو له مخې دقومي سلامتۍ کميټۍ په غونډه کې به دنيشنل ايکشن پلان په اړه بريفنگ ورکول کيږي.





