د لاهور ضلعي انتظاميې د نيب په حکم د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار منجمد اثاثې بحال کړې دي

0
172

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور ضلعي انتظاميې د نيب په حکم د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار منجمد اثاثې بحال کړې دي.
نیب د احتساب عدالت په حکم د اسحاق ډار د اثاثو بحالولو هدایت کړی وو چې په عمل کښې د لاهور انتظامیې په ګلبرګ کښې د اسحاق ډار د کور سپارښتنه هم ورکړې ده.
د ضلعي انتظاميي وينا ده چي د اسحاق ډار د بنک اکاونټونو بحالولو لپاره هم بنک انتظاميي ته خط جاري کړے شوے دے۔ د اسحاق ډار اکاونټ کښې د 50 کروړه 79 لاکه 48 زره روپۍ بحال کولو مراسله هم جاري شوي دي. د وفاقي وزير اسحاق ډار د نورو بينک اکاونټونو بحالولو لپاره هم خط جاري کړے شوے دے۔

Leave a reply