د خزانې وزیرمملکت عایشه غوث وایی چې د پاکستان د ډیفالټ کیدو هيڅ امکان نشته او دسعودي عرب څخه ددريوؤ اربو ډالرو ترلاسه کولو لپاره خبرې روانې دي

0
100

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وزيرې عائشه غوث پاشا وئيلي دي چې پاکستان به د بهرنو پيسونو ذمه واري پوره کوي۔ اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې عائشه غوث پاشا وويل د پاکستان د ډیفالټ کیدو هيڅ امکان نشته، دسعودي عرب څخه ددريوؤ اربو ډالرو ترلاسه کولو لپاره خبرې روانې دي، ددريوؤ اربو ډالرو په اړه يې له چين سره هم خبرې روانې دي. د خزانې وزیر وویل چې د آی ایم ایف کلنۍ رخصتي روانه ده، موږ د دوی له چارواکو سره په تماس کې یو، د مالیې وزیر به د ډونرانو د کنفرانس په څنډه کښې د آی ایم ایف له چارواکو سره وویني، دا کنفرانس د جنورۍ په نهمه په جنیوا کې کېږي. عایشه غوث پاشا وویل چې پاکستان به د بهرنۍ تادیاتو ذمه واري پوره کوي.

Leave a reply