د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف سره د تحريک انصاف د پلاوي د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف سره د تحريک انصاف د پلاوي د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده.
دسرچينو ترمخه دقومي اسمبلۍ سپيکر په دغه غونډه کې داستعفي نه وړاندې کوونکو غړو اؤ پي ټي ائي غړو په پټو تماسونو خبره راپورته کړه.
د ذرائعو ترمخه سپيکر د پي ټي آئي اسمبلۍ غړو نه د حاضرۍ په بنياد تنخواه اخستو دعوه هم کړې ده۔په دې اړه اسد قیصر وویل چې مونږ به له عمران خان سره خبرې وکړو او په دې اړه به تاسو ته ووایو.
بل اړخ ته د پي ټي آئي چئیرمین عمران خان شاه محمود قریشي او پرویزخټک لاهور ته تللي دي، دواړه پارټي مشران به نن زمان پارک کښي عمران خان سره ملاقات کوي.
د ګوند سرچینې وايي چې عمران خان د پرویز خټک او شاه محمود قریشي د استعفاګانو په اړه د واضح دریځ غوښتنه کړې ده.دسرچينو ترمخه ټاکل شوې وه چې شاه محمود قريشي اؤ پرويز خټک داستعفې په اړه نن دقومي اسمبلۍ سپيکر سره ليدنه وکړي خو دواړه مشران دقومي اسمبلۍ سپيکر سره ليدنه کې نۀ دي گډون شوي اؤ دشاه محمود قريشي په غياب کې داسد قيصر مشري کوي. پلاوي
د پي ټي آئي سرچينو ترمخه د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان به نن د پارټۍ له مهمو چارواکو سره د استعفاګانو په اړه مشوره کوي.






