پاکستان یو ځل بیا هند ته د خبرو وړاندیز کړی او ویلي یې دي، که هند د یوه مسوول هېواد رول ولوبوي، خبرې اترې کېدای شي

0
91

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: پاکستان یو ځل بیا هند ته د خبرو وړاندیز کړی او ویلي یې دي، که هند د یوه مسوول هېواد رول ولوبوي، خبرې اترې کېدای شي.

د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ تيره ورځ هفته وار پريس بريفنګ كولو په مهال ووئيل پاكستان په سوله ايز ګاونډيانو اړيكو باور لري او پاكستان له هند سره په مشروط ډول خبرې كول غواړي۔د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان د هند د رياستي ترهه ګرۍ په اړه ډوزيئر ملګرو ملتونو ته وړاندې كړې۔د او آئي سي سيكرټري جنرل د دسمبر په 11مه نېټه د آزاد جمو او كشمير دوره وكړه٬ د پاكستان سره د هند تعلقات واضح دي.

دا په هندي چارواکو پورې اړه لري چې مسووليت وښيي، پاکستان به د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو له مخې د کشمير د مسئلې د هواري لپاره هلې ځلې کوي، هند بايد په پاکستان کې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، د پاکستان او چين د اړيکو د خرابولو لپاره پروپاګند ترسره کېږي، د کلبوشن یادیو په قضیه کې د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

Leave a reply