د قبایلي سیمو خبریالانو د سیمې او اولس لپاره ډیرې قربانې ورکړي دي: د خیبر پښتونخوا ګورنر، غلام علي

0
185

باغی ټي وي رپورټ
نن د زیارت په ورځ ګورنر هاؤس کښي د خيبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د قبائلي سیمو د خبریالانو اتحادیی صدر قاضي فضل الله څخه سوګند واخستو، د سوګند اخستو په دې دستوره کښې د قبایلي سیمې مشرانو او خبریالانو ګډون وکړو.

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي په دې موقع خپله وینا کښې د قبائيلي ضلعو خبريالانو په سختو وختونو کښې د صحافتي خدمتونو ستاینه وکړه، هغه اوویل چې خبریالان د سیمې د ترقې او پرمختګ په جاري ساتلو کښې مهم کردار ادا کړے دے.
نوموړي اوویل چې خبریالانو د خپلې سيمې حق يې ادا کړے دے. هغه زیاته کړه چې وس دا يوويشتمه پېړۍ ده او دا د جنګ زمانه نه بلکې د اقتصادي پرمختګ دور دې او اقتصادی پرمختګ یواځې د روښانه راتلونکې ضمانت ورکوي.
د قبايلي سیمو د خبريالانو اتحاديې مشر قاضي فضل الله وويل چې د قبايلي ضلعو خبريالانو په سختو حالاتو کښې خپله دنده سر ته رسولې ده او د قلم او اولس حق ی ادا کړي .
هغه زیاته کړه چې د قبايلي ضلعو خبريالانو ته ددې دندې په بدل کښې کوم اجر نه ورکړل شوي، هغوی غوښتنه وکړه چې اوس پکار ده چې د قبايلي سيمو خبريالانو ته خپل حق ورکړل شی او د قبایلي سیمو خبریالانو احساس محرومي پای ته ورسول شي.
…………………………

Leave a reply