د ایم کیو ایم پلاوي د سندهـ ګورنر سره ملاقات کړی، د مسلم لیگ (ن) او پیپلز پارټۍ سره د معاهدو په ځنډیدو ی خواشیني ښودلې
باغی ټي وي رپورټ
د ایم کیو ایم پلاوي د سندهـ ګورنر سره ملاقات کړی، د مسلم لیگ (ن) او پیپلز پارټۍ سره د معاهدو په ځنډیدو خواشیني ی څرګنده کړې ده.
کراچۍ: د ایم کیو ایم پاکستان یوه پلاوي د کنوینر خالد مقبول په مشرۍ د رابطې کمېټۍ غړو سره د سندهـ ګورنر کامران تیسوري سره لیدلي دي.
د ایم کیو ایم پاکستان او سندهـ ګورنر تر منځ ملاقات کې د رابطې کمېټۍ ۳۵ نه زیات غړي هم موجود وو، ملاقات کې په موجوده سیاسي صورتحال خبرې اترې او مشورې وشوې.
دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې د بلدياتي انتخاباتو، ايم کيو ايم، دپي پي تړون عمل درآمد او د ايم کيو ايم د ډلو، پي ايس پي او فاروق ستار د انضمام په موضوع هم خبرې اترې شوي دي.
د ایم کیو ایم پاکستان ویاند وايي، په غونډه کې خالد مقبول صدیقي د پیپلز ګوند او مسلم لیګ ن سره د معاهدو په ځنډېدو خواشیني څرګنده کړه او د لادرکه شویو کارکنانو د نه موندلو په اړه یې هم اندېښنه څرګنده کړه او د لایحې توثیق یې وکړ.
د ایم کیو ایم پاکستان په بیان کې ویل شوي چې د ګوند کنوینرانو او د رابطې کمېټۍ غړو د سنده د ښاریانو لپاره د ګورنر د هلو ځلو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ایم کیو ایم پاکستان په کامله توګه خپل مشن ته روان دی، د تنظیم دروازې د هر چا لپاره خلاصې دي.