د وزیراعظم شهباز شریف د آډیو لیکس کیس کښې یو کس نیول شوی دی
باغی ټي وي رپورټ
د وزیراعظم شهباز شریف د آډیو لیکس کیس کښې یو کس نیول شوی دی.
سرچينې وائي چې دوزيراعظم شهباز شريف په آډيو ليکس کې ککړ دوزيراعظم هاوس پخوانى کارمند نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوى کس د لومړي وزير له کارکوونکو څخه دى، له نيول شوي کس څخه د نورو پلټنو لپاره يوه کمېټه جوړه شوې ده.
سرچينې وايي چې نيول شوى کس د وزيراعظم هاؤس څخه لرې کولو وروستو په بهاولپور کې پوسټ کړى شوى دى.
ياده دې وي چې د روان کال په سپټمبر او اکتوبر مياشتو کې د وزيراعظم شهباز شريف آډيوګانې افشا شوې وې. وزیراعظم د آډیو لیکس په اړه د اعلیٰ سطحې تحقیقاتي کمېټۍ جوړه کړې وه،دا خبره د یادونې ده چې وزیراعظم په افشا شوې آډیو کښې د خاص معاونانو د تعیناتو په اړه د حکومت له وزیرانو سره خبرې اترې کړې وې.