د کرم پولیسو د ایف سي ځواک فرنټیر کور 116 ونگ سره په مرکزي کرمه کې د شکمنو وسلی والو په ضد عملیات پیل کړي دي.

0
120

باغی ټي وي رپورټ
د کرم پولیسو د ایف سي ځواک فرنټیر کور 116 ونگ سره په مرکزي کرمه کې د شکمنو وسلی والو په ضد عملیات پیل کړي دي.

د تفصيلاتو ترمخه د ضلعې پوليس افسر کرم عبدالصمد خان په خاص هداياتو د کرم پوليس د فرنټئير کور 116 ونګ سره په ګډه د مرکز کرم وام، مزارينه، قدم غوشي پاټئ او چنار کليو کښې د ملک ضد وسله والو په ضد ګډ سرچ او سټرائيک اپريشن کړے دے۔ عناصرو او مشکوکو کسانو په عملیاتو کښې د کرم پولیس او د ۱۱۶ ونګ یوې درنې ډلې برخه واخیسته.

ډي پي او کرم عبدالصمد خان وايي د سرچ اپريشن مقصد په موجوده امنيتي وضعه کې د سماج ضد او جنايتکارو عناصرو پيژندګلو کول او د هغوي د فعاليتونو کلکې څارنې ته دوام ورکول دي. هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د دولتي بنسټونو واک ننګوي او د قانون او نظم وضعیت ګډوډ کړي.

Leave a reply