د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان نن د پارټۍ مرکزي قيادت غونډه رابللې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان نن د پارټۍ مرکزي قيادت غونډه رابللې ده۔
دسرچينو ترمخه دغه غونډه به دعمران خان په مشرۍ کې دلاهور په زمان پارک کې کيږي چې پکې به دقومي اسمبلۍ څخه داستعفې، پنجاب کې دبې اعتمادۍ درايې اؤ داسمبلۍ دتحليل په اړه مشورې کيږي.
بلخوا د پي ټي آئي وفد به نن د قامي اسمبلۍ سپيکر سره د استعفيٰ منلو په معامله ليدنه کوي۔سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې داستعفې لپاره به له کومې ډلې سره کومه غونډه نه کوي، هر غړي ته به په جلا توګه راتلل پکار دي، ځينو غړو ترې داستعفې منلو غوښتنه کړې ده، نومونه يې نۀ شي ويلاى.