کورنیو چارو وزارت د ۲۶ نورو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکړی

0
84

ټکور زیاتوي چې له هغې ډلې پنځه داسې ولسوالۍ هم دي چې پخواني جمهوري دولت په تشکیل کې زیاتې کړې وې او ملکي تشکیل یې ورکړی و، خو د ده په وینا دوی به نظامي تشکیل هم ورکړي.

دی وایي، د دغې پرېکړې په لاملونو کې د دغو ولسوالیو د مساحت او نفوس په ګډون د خلکو غوښتنې هم په پام کې نیول شوې، خو معلومه نه ده چې دا ولسوالۍ به په کومو ولایتونو کې جوړې شي.

(2022 / 12 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې کورنیو چارو وزارت ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوي.
د نوموړي د مالوماتو په اساس اوس د دغو نویو جوړېدونکو ولسوالیو لپاره د تشکیل پر جوړښت کار روان دی چې په ۱۲ بېلابېلو ولایتونو کې به جوړې شي.
ټکور زیاتوي چې له هغې ډلې پنځه داسې ولسوالۍ هم دي چې پخواني جمهوري دولت په تشکیل کې زیاتې کړې وې او ملکي تشکیل یې ورکړی و، خو د ده په وینا دوی به نظامي تشکیل هم ورکړي.

اړوند موضوعات:

دولت افغانستان می گوید که  26 ولسوالی جدید در سراسر کشور ایجاد کرده است  

Leave a reply