د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، نه غواړي افغانستان د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د اختلافاتو د مرکز په توګه وویني
باغی ټي وی رپورټ
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، نه غواړي افغانستان د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د اختلافاتو د مرکز په توګه وویني. ځکه چې هغه څه چې په شلمه او شلمه پیړۍ کې پیښ شوي اوس هم پیښیږي.
حامد کرزي یوې امریکايي ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او هېواد لپاره غوره ده، چې د پراخو خبرو له لارې د ټولو طبقو په ګډون یو حکومت جوړ او اساسي قانون جوړ کړي.هغه وویل چې د طالبانو له جګپوړو مشرانو سره خبرې روانې دي، په اصولو کې طالبان هم پر پراخو خبرو راضي دي، نو هیله من دي چې دا کار وشي.
کرزي وویل، دی نه غواړي چې په افغانستان کې حکومت سقوط وکړي، بلکې یو استازی حکومت جوړ شي.