پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د ټيکنوکريټ سيټ اپ غير آئيني بللو سره د دغه ممکنه ګام په ضد د سخت مقاومت اعلان کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د ټيکنوکريټ سيټ اپ غير آئيني بللو سره د دغه ممکنه ګام په ضد د سخت مقاومت اعلان کړی دی.
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې اسټيبلشمنټ د جبر او تقرر په چکر کښې مسخره مسلطه کړې ده، د دوه نيم کالو لپاره ټيکنوکريټ سيټ اپ راوستل به بله غلطي وي۔
هغه وويل، چې که د شهباز حکومت نه وي، له امريکا څخه د تکنوکراتانو د واردولو خبرې دي، چې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
د داخله چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د ټيکنوکريټ سيټ اپ په اړه نه اسټيبلشمنټ مونږ سره رابطه کړې ده او نه هم تحريک انصاف.






