د کورنیو چارو وزارت د دوبۍ د میلیاردر سوداګر عمر فاروق ظهور نوم د ایګزټ کنټرول لسټ او پاسپورت د کنټرول له لیست څخه ایستلی دی
باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وزارت د دوبۍ د میلیاردر سوداګر عمر فاروق ظهور نوم د ایګزټ کنټرول لسټ او پاسپورت د کنټرول له لیست څخه ایستلی دی.
دسرچينو له مخې دمهاجرت اؤ پاسپورټ رياست دکنټرول ليسټ څخه دعمر فاروق ظهور نوم ايستل تائيد کړي دي.
سرچینې وايي، د پاکستان حکومت دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د انټرپول د مطلوبو کسانو له نوملړ څخه د عمر فاروق ظهور نوم و ایستل شو.د زرائعو ترمخه ايف آئي اے د عمر فاروق ظهور خلاف د احتساب پخواني مشاور شهزاد اکبر په وخت کښې هائي پروفائيل تحقيقات شروع کړي وو او د اداکارې صوفيه مرزا په درخواست انټرپول د عمر فاروق ريډ وارنټ جاري کړي وو۔
بل خوا د وزیراعظم شهباز شریف حکومت د عمر فاروق ظهور په اړه تحقیقات کړي او هغه یې بې ګناه اعلان کړی دی.د یادولو وړ ده چې د دوبۍ میشته میلیاردر سوداګر عمر فاروق ظهور وروسته له هغې د پاکستاني خبرونو سرټکی شو چې په دوبۍ کې یې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د توشه خانې قیمتي ساعت غلا کړی و چې د سعودي عربستان لخوا پلورل شوی مشهور ساعت دی. دا د ولیعهد محمد بن سلیمان لخوا عمران خان ته ډالۍ شوی وه چې له فرح خان څخه په شاوخوا دوه ملیون ډالرو اخیستل شوی وه.