داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېواد کې د مالي ایمر جنسي حالت خبرونه بې بنسټه او دروغ بللي دي

0
176

باغی ټي وي رپورټ
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېواد کې د مالي ایمر جنسي حالت خبرونه بې بنسټه او دروغ بللي دي

د مالیې وزیر اسحاق ډار نن په یو بیان کښې ویلي وو چې اقتصادي چارې ستونزمنې دي، خو تر کنټرول لاندې دي او هیواد به ډیفالټ ته پرنه ږدو.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په هېواد کې د مالي اضطراري حالت د لګولو په خبر کې هيڅ حقيقت نشته او په دې باب کومه تصميم نه دى نيول شوى.
د اطلاعاتو وزارت وايي، د ناسمو خبرونو خپرول نه یوازې غیر قانوني، بلکې غیر اخلاقي هم دي، د ناسمو خبرونو په خپرولو سره ملت ته خدمت نه کېږي.

د اطلاعاتو وزارت زیاته کړه چې د کابینې د ډویژن په نوم خپور شوی وړاندیز شوی مکتوب له حقیقت سره تړاو نه لري او دا د هر وګړي دنده ده چې دا ډول خبرونه رد کړي.

Leave a reply