د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان اسلام آباد کښې د سیاسی فعالیت شروع کولو فیصله کړې ده

0
109

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان اسلام آباد کښې د سیاسی فعالیت شروع کولو فیصله کړې ده.

دسرچينو ترمخه عمران خان دجنورۍ په لمړۍ هفته کې دبني ګاله دوره کولو منصوبه بندي کړې ده، عمران خان بني ګاله ته دراتللو په اړه دپارټۍ مشرتابه ته خبر ورکړى دى.

د پارټۍ سرجینو ترمخه بني ګاله سيکرټريټ ته هم د عمران خان د راتګ خبر ورکړے شوي او بني ګاله سيکرټريټ ته هم د انتظاماتو مکملولو لارښوونه شوي دي۔

ياده دې وي چې د نومبر په درېيمه نېټه په وزيراباد کې پر عمران خان د لانګ مارچ پر مهال بريد شوی و، چې تر درېم نومبر وروسته عمران خان په ۲۶م نومبر د راولپنډۍ په جلسه کې ګډون کړی و، خو په جلسه کې له ګډون وروسته سمدستي لاهور ته ولاړ.
تر برید وروسته عمران خان شاوخوا دوه میاشتې د بني ګاله کور ته نه و تللی او له لاهوره یې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی.

Leave a reply