د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن وايي، عمران خان احسان هیروونکې سړی دی

0
179

باغی ټي وی رپورټ
د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن وايي، عمران خان احسان هېروونکې سړی دی، هغه وایی چې پخوا به ی چې ورته پلار ویل نن هم هغه ته بدې خبرې کوي.

کراچۍ کې دخبرو په مهال شرجیل میمن وویل چې نن د ملک د اقتصاد د تباهۍ ذمه وار عمران نیازی دی، هر چا د عمران خان په آډیو لیک کې د غړو د اخیستلو خبره اوریدلې ده.
ده ووئيل عمران خان د وزيراعظمۍ دورې په درې نيمو كلونو كښې سنده ته كوم پروګرام وركړې وو٬ كله چې ترهګر له بنو جېل نه تښتېدل نو هغه وخت هم د عمران حكومت وو٬ د اے پي اېس په مهال خېبرپښتونخوا كښې د عمران خان حكومت وو۔ .

صوبائي وزير وويل عمران خان د آئين او قانون خلاف ورزي کړې او اوس هم په دې عمل کوي، نيب صرف د مخالفانو په ضد استعمال شوے دے، عمران خان او د خيبرپښتونخوا وزيرانو د خپلو اختياراتو غلط استعمال کړے دے، د عمران خان سکرپٹ رائټرز په هندوستان او اسرائيل کښې ناست دے، عمران خان نه دې راغلې۔ د اسمان څخه ښکته شو تر څو د هغه په ​​​​وړاندې هیڅ عمل ونه شي.
کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې شرجيل ميمن وويل مونږ د الېکشن کمېشن په امر پابند يو، مونږ د ايم کيو ايم د کومې ډلې نه وېرېږو، مونږ به په انتخاباتو کې مقابله کوو.

Leave a reply