د مالیې وزیر اسحاق ډار وایی چې اقتصادي چارې ستونزمنې دي، خو تر کنټرول لاندې دي او پاکستان به ډیفالټ نه شي

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وايي د پاکستان اقتصادي چارې ستونزمنې دي خو تر کنټرول لاندې دي ثابته کړم چې هېواد به ډيفالټ نه کوي.
د پاکستان سټاک ایکسچینج غونډې ته په وینا کې اسحاق ډار وویل چې د پي ټي ايي حکومت د ایس ای سي په اړه توجه نه ده کړې، د سستي سیاست لپاره پاکستان ته نقصان رسول کیږي او د ملک د خرابیدو خبرې کیږي، ځینې خلک سره زر او ځینې ډالر اخلي. دا سمه نه ده چې داسې خبرې د سیاسي موخو لپاره وشي.
هغه زیاته کړه چې جدي ستونزې شته خو حل یې باید وکړو، د هیچا خلاف انتقامي کاروايي نه کوو، د ملک اقتصاد مو سم کړو، زه دا ثابتولی شم چې پاکستان به ډیفالټ نه کوي او د مرستې لپاره پاریس کلب ته ځو. زه به نه ځم، د پاکستان دریځ به په راتلونکو څو میاشتو کې روښانه شي، زه د پاکستان مسایل حل کوم، دا د تېر پاکستان نه دی، هېواد به ولې خرابېږي.
ده ووئيل چې په 2013ء كښې هم دا خبره شوې وه چې پاكستان به په 6 مياشتو كښې ډيفالټ شي، ډیکټیټر د د آئي اېم اېف پروګرام پوره نه کړو او مسلم ليګ (ن) د آئي اېم اېف پروګرام بشپړ كړے۔
اسحاق ډار وويل، چې اقتصاد ته د څه زيان رسېدلى دى، زه يې مسوول نه يم، ګاونډي هېواد ته د ډالرو قاچاق لويه ستونزه ده، د ډالرو، غنمو او سرې د قاچاق مخه بايد ونیول شي، هغه اوویل چې په راتلونکو ٦ او ٧ کلونو کښې به پاکستان ته د ۳۵ ملیارده ډالرو اړتیا وي.






