پاکستان تحریک انصاف د انتخاباتو کمېشن د پی ډی ایم یو همکار او مرستیال په توګه اعلان کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د انتخاباتو کمېشن د پی ډی ایم د مرستیال په توګه اعلان کړ.
اسلام آباد کښې د بلدیاتی انتخاباتو ځنډیدو په اړه خپل ردعمل کښې اسد عمر اوویل چې حکومت د هر الیکشن نه تېښته کوی، هغه اوویل چې په شپږو میاشتو کښې څومره ماشومان پیدا شو چې د یونین کونسلونو شمیر زیاتیږی؟د بلدياتي انتخاباتو په اړه د مقدمې اورېدنه به نن يو ځل بيا اسلام آباد هائي کورټ کښې کېږي. عدالت د پي ټي آئي د سمدستي حکمنامه کولو درخواست مسترد کولو سره وئيلي دي چي نن به د اړخونو تر اوريدو وروسته فيصله کوي۔