فرانسې د لنډ وخت لپاره ویزې بندې کړې

فرانسې د لنډ وخت لپاره ویزې بندې کړې
پۀ دې وروستیو کې پۀ سلګونو خلک د فرانسې د سفارت مخې ته راغونډ شوي تر څو د ویزې یې تر لاسه کړي او افغانستان ترک کړي.
(2021 /8 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
په کابل کې د فرانسې سفارت له هغو افغانانو څخه چې له تېرو څو ورځو راهیسي د یاد سفارت شاوخوا کې د وېزې اخیستلو لپاره راټول شوي دي غوښتنه کړې ده چې ژر تر ژره دې له یادې سیمې څخه لاړ شي. دغه سفارت ویلي چې دوی د خپلو ډیپلوماټانو کاري ټیم څو ورځې وړاندې له وزیر اکبر خان سیمې څخه ایستلی دی او اوس هلته هیڅوک هم نشته نو راټول شوي کسان دې د خپل ځان د امنیت په موخه نور د سفارت شاوخوا ته نه تاوېږي. د فرانسې دا بیان وروسته تر هغه دی چې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان د المان او فرانسې سفارت مخې ته راټول شوي دي او له هېواد څخه د وتلو غوښتنه کوي.






