د کابینې له غونډې څخه د توشه خانې په اړه د وزیرانو د کمېټې د څېړنو د راپور له اجنډا څخه وېستل شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي كابينې غونډه به نن د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې كېږي۔
د کابینې له غونډې څخه د توشه خانې په اړه د وزیرانو د کمېټې د څېړنو د راپور له اجنډا څخه ووېستل شوه او نوې اته ماده ییزه اجنډا صادره شوه.
د راپورونو له مخې کابینې ته به نن د ای بایکس په اړه بریفنګ ورکړل شي او د انرژي سپمولو اقداماتو پلي کولو پلان به وړاندې شي.
د وفاقي كابينې په غونډه كښې به د خېبرپښتونخوا لپاره د وزيراعظم د ارزانه اوړو پېكج هم منظور كړې شي۔






