د هند په ګجرات ایالت کې یو پلار چې د خپلې لور د ویډیو له خپرېدو وروسته یې احتجاج وکړو، هغه هغه تورن تن له لوري اووژل شو.

0
159

باغی ټي وي رپورټ
د هند په ګجرات ایالت کې یو پلار چې د خپلې لور د ویډیو له خپرېدو وروسته یې احتجاج وکړو، هغه هغه تورن تن له لوري اووژل شو.

د بي بي سي په وینا، د هند د سرحدي امنیت پر مامور ملاجي ویګیلا هغه مهال برید شوی چې هغه د شکمن کس کور ته ورغلی و چې د خپلې لور د ویډیو په اړه یې شکایت کړی و.

د پولیسو سره ثبت شوي ایف آی آر کې ، ویل شوي چې د شنبې په شپه ، ویګیلا ، د هغه میرمن ، دوه زامن او یو وراره د ځوان هلک کور ته لاړ ترڅو د هغه د لور ویډیو آنلاین اپلوډ کولو لپاره د تورن پروړاندې شکایت وکړي.خو هلته د ملزمانو خپلوانو د ويګيلا او د هغه د کورنۍ غړو باندې په لرګيو او تيزو آلاتو تشدد شروع کړے وو چې په نتيجه کښې وګيله د سختو ټپونو له وجې خپل ژوند دلاسه ورکړ او نور کسان هم ژوبل شول.

پوليس کارروائي کښي اووه ملزمان د قتل په تور نيولي او د پيښي پلټني ئي شروع کړي دي۔

Leave a reply