د پاک افغان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ضیاءالحق سرحدي په هیواد کې د ډالر بحران د قابو کولو لپاره په محلي کرنسۍ کې د سوداګرۍ او پانګونې د وړاندیز ملاتړ کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاک افغان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ضیاءالحق سرحدي په هیواد کې د ډالر بحران د قابو کولو لپاره په محلي کرنسۍ کې د سوداګرۍ او پانګونې د وړاندیز ملاتړ وکړ.
د پاک افغان ګډې خونې څخه په جاري شوي يو بيان كښې ضياء الحق سرحدي د پاكستان د تبادلې كمپنيو د چيئرمېن ملک بسطان لخوا وړاندې كړې شوې تجويز د وخت ضرورت بللې دې او له عرضه كوونكو نه غوښتنه شوې چې په مقامي كرنسۍ دې تجارت وكړي۔ په داسې حال کې چې ملک بوستان وويل چې دا مهال په مياشت کې دوه نيم اربه ډالره افغانستان ته قاچاق کيږي چې له امله يې په پاکستان کې دسوداګرۍ لپاره ډيره سخته وضعه ده، هغه دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ته مشوره ورکړه چې افغانستان سره دې ايل سي (LC) پرانيزي او د ډالر پر ځای دې په مقامي پیسو کښې د سوداګرې کولو اجازه ورکړي.
نوموړي وړاندیز وکړ چې د وارداتو کمولو لپاره اقدامات وکړي ترڅو ډالر خوندي شي . ضياء الحق سرحدي، چې د سرحدي ګمرکونو د استازو د ټولنې (FCAA) مشر هم دى، وويل، چې اوسمهال افغانستان او منځنۍ اسيا ته زموږ صادرات له سختو ستونزو سره مخ دي، چې توکي، مېوې او سبزيجات، چرګان، وريجې او داسې نور توکي په دې صادراتو کښې شامل دي، خو تولیدات یې په پاکستانۍ کرنسۍ نه شي صادرولی، چې اصلي لامل یې دا دی چې د صادراتو پیسې په پاکستاني اسعارو نه ورکول کېږي. دوی غوښتنه وکړه چې باید دغه صادارات په پاکستان کرسنۍ راکړه ورکړه کښې صادر کړې شي چې د پاکستان صادرات افغانستان او منځنې ایشیا ته وده وکړي او دغه شان په دې د پاکستان معیشت او قومي خزانې ته ډیره ګټه وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐