د ټولې نړې هیوادونو سره ښه تعلقات غواړو: ذبیح الله مجاهد

0
106

باغي ټي وي رپورټ
کابل: د افغانستان اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په یو بیان کښې ویلي دې چې د ټولې دنیا سره ښه تعلقات غواړو، نوموړی ویلي چې د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې د ټولو ملکونو سره ښه تجارتی او سفارتي اړیکې ولرو چې افغانستان یو ځل بیا د ترقې او خوشحالۍ په لور روان شي.

یاده دې وی چې په کابل میډیا سنټر کښې هم ذبیح الله مجاهد خپل وړومبي مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کښې ویلي وو چې په افغانستان کښې جنګ ختمیدل غواړو او د افغانستان زمکه به د بل کوم هیواد په ضد کله هم د استعمال اجازت ورنکړو. نوموړی ویلی وو چې د ښځو حقونه به د اسلامی شریعت چوکاټ ترلاندې ورکوو،هچا سره به هم ظلم او زیاتې نه شي.
نوموړی دا خبره هم کړې وه چې مونږ ټول هغه افغانان چې امریکایانو او نورو خارجي ځواکونو سره به ی کار کولو، د معاف کولو اعلان کړې دې او هغوی کولې شي چې واپس خپلې وظیفې له راشي او د دولت او قام به ترقې کښې برخه واخلی.

Leave a reply