پاکستان تحريک انصاف په ملک کې د اقتصادي او بشري حقونو په اړه د سپين کاغذ جاري کولو فيصله کړې ده

باغی ټي وی رپورټ
لاهور: پاکستان تحريک انصاف په ملک کې د اقتصادي او بشري حقونو په اړه د سپين کاغذ جاري کولو فيصله کړې ده.
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې فواد چوهدري اوويل چې پي ټي آئي د بنيادي اصلاحاتو لپاره ورکنګ ګروپونه جوړ کړي کوم چې د معيشت او حکومتدارۍ په اړه سفارشات تياروي او د ماهرانو د تجويزونو په رڼا کښې به يو سپين کاغذ جاري کوي۔
ده ووئيل چې عمران خان د مارچ او اپرېل په مياشت كښې انتخاباتو ته سترګې په لار دي، د جنورۍ د 11مې نېټې نه ډېر وړاندې به د اعتماد ووټ اخلي په داسې حال كښې چې د (ن) ليګ ځينې غړي هم په رابطه كښې دي كوم چې به سمون خوري۔
په دي موقع د پي ټي آئي رهنما فرخ حبيب اوويل چي هايبرډ حکومت په آټو باندي روان دے، دوي صرف په خپلو کيسونو کښي ريليف دي، څوک چي انتخاباتو نه بايکاټ کوي د ملک په زيان دي۔
ده ووئيل چې سليمان شهباز ته حفاظتي ضمانت راځي خو 75 كلن اعظم سواتي نه كوي، غله او لوټماران ضمانت كوي، دوي به د بشري حقونو د صورتحال په اړه سپين پاڼه هم جاري كوي۔






