که یو طرف هیواد کښې د ډالرو نرخ لوړ شوې نو بل اړخ ته په هېواد کې د سرو زرو بيعه هم لوړه شوې ده

باغی ټی وی رپورټ
په هېواد کې د سرو زرو بيه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
د سنده صرافه بازار جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د فی توله سره زر په قیمت کښې ۴۵۰۰ روپۍ زیاتوالی راغلی او د فی تولو سره زر یو لاکه ۸۲ زره ۵۰۰ روپۍ ته رسیدلی دی.
د ۱۰ ګرامو سرو زرو بیه د ۳۸۵۸ کلدارو په زیاتوالي سره ۱ لاکه ۵۶ زره ۶۳۶ کلدارو ته رسېدلې، په نړیوال اسعارو بازار کې د یوانس سرو زرو بیه د ۱۲ ډالرو په زیاتوالي سره ۱۸۱۰ ډالرو ته رسېدلې ده.




