په جاپان کې د سختې واورې ورېدو له امله ۱۷ تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي

0
163

باغی ټي وی رپورټ

په جاپان کې د سختې واورې ورېدو له امله ۱۷ تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
دبهرنيو ميډيا له مخې دجاپان په شمالي سيمو کې په دې ورځو کې درنه واوره روانه ده اؤ ددغه هيواد په زياترو برخو کې دکرسمس په رخصتيو کې زياته واوره شوې ده.
د جاپان د اور وژنې او ناورین مدیریت ادارې په وینا، د جاپان په ناګای کې 2.6 فټ واوره ثبت شوې او یوه بوډا ښځه د کور له چت څخه د واورې د رالویدو له امله مړه شوې. د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د ژمي له رارسېدو سره د جاپان لوېديځ ساحل په سختو واورو پوښل شوى، په داسې حال کې چې پر لويو لارو تګ راتګ اغېزمن شوى او د واورې ورېدو له امله د ډسمبر له نيمايي راهيسې لېږدول ځنډېدلي دي. د جاپان د هوا پېژندنې ادارې تېره اوونۍ د هېواد په ډېرو برخو کې د سختو واورو د اورېدو وړاندوینه کړې وه.

Leave a reply