د لاهور هائي کورټ په ټول ښار کې سینماګانو ته د شپې تر ۱۱:۳۰ بجو پورې د پرانستې اجازه ورکړې ده.

0
92

باغی ټي وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ په ټول ښار کې سینماګانو ته د شپې تر ۱۱:۳۰ بجو پورې د پرانستې اجازه ورکړې ده.

د لاهور هائي کورټ جسټس شاهد کريم د پنجاب آرټسټ پروډيوسر تييټرز ايسوسي ايشن د درخواست اوريدنه وکړه۔

عدالت وويل ضلعې انتظاميه دې د شپې له ٩:٣٠ څخه تر ١١:٣٠ بجو پورې تياترونو د پرانستې ساتلو نوټيفيکيشن جاري کړي او د شپې له لسو بجو نه وروستو د تياترو پرانستلو ته دې د شوکاز نوټس جاري کړل شي.

د درخواست کوونکي وکيل استدلال وکړ چې محکمې داسې کوم حکم نه دی ورکړی چې تياترونه دې د شپې لس بجې بند کړل شي. جسټس شاهد کريم ريمارکس ورکړو چې دسموګ دمخنيوي لپاره هر څوک ګامونه اخلي، دا د لويانو او ماشومانو مسله ده، هر څه د ښاريانو لپاره کېږي، د سموګ کنټرول لپاره بايد ښاريان هم خپل طرز ژوند بدل کړي.

جسټس شاهد کريم د قانون له افسر سره په خبرو کې وويل، چې محکمې د سوداګريزو سيمو د تړلو امر کړی او تاسو هم د تياترونو تړل پيل کړي دي.

عدالت د مقدمې اورېدنه د دسمبر تر ۳۰مې نېټې پورې وځنډوله.

Leave a reply