د فساد ضد ادارې د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړی نيولی دی

0
86

باغي ټي وي رپورټ
ساهيوال: د فساد ضد ادارې د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړی نيولی دی.

په رسنیو کښې د نشر یو راپور ترمخه د مسلم ليګ (ن) ممبر قومي اسمبلۍ چوهدري اشرف د زمکې په مقدمه کښې ګرفتار کړے شوے دے۔

بل اړخ ته وزیراعظم شهباز شریف د ایم این اے محمد اشرف د ګرفتارۍ سخته غندنه کړې او وئيلي ئي دي چې د محمد اشرف نیول سیاسي انتقام دی، د عمران خان په غوښتنه پنجاب د کرپشن خلاف کاروائي د سیاسي انتقام لپاره کیږي.

ده ووئيل چې نن هم پي ټي آئي د خپل ناوړه سياسي انتقام په منفي رويه كښې ده، تاسو دا ټول څلور كاله ليدلي، سياسي انتقام د نېب، اېف آئي اے په څېر هېواد او ولس ته نه جبرانېدونكي زيانونه رسولي دي، اوس د كرپشن په ضد پنجاب كاروائي كوي۔ د سیاسي مخالفینو په وړاندې دا ډیره د افسوس او غندنې وړ ده.

Leave a reply