ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دملک دټولو ستونزو ذمه واري اسټيبلشمنټ، عدليه اؤ بيوروکراسي پشمول ټوله اشرافيه ده
باغی ټی وي رپورټ
لاهور: ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دملک دټولو ستونزو ذمه واري اسټيبلشمنټ، عدليه اؤ بيوروکراسي پشمول ټوله اشرافيه ده.
لاهور کښې د خواجه رفیق شهيد د تلين په مناسبت يو سيمينار اوشوه چې پکښې د ډيموکراسۍ د چارټر آف اکنامې ته غزولو او د اقوام متحده د قراردادونو مطابق کشميريانو ته د خود اراديت مکمل حق ورکولو قراردادونه هم منظور کړل شول۔
سيمينار ته په خپله وينا کې خواجه اصف وويل که نوازشريف جوړجاړي کړې واي نو د پاناما په شمول به يې هيڅ هم نه راوځي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي د غړو استعفې دې ومنل شي، د عمران خان وفاداري يوازې په پيسو محدوده ده، د عمران خان او هغه چا چې هغه راوستي بايد وغوښتل شي چې هېواد ديوال ته نږدې كړي.
د ریلوې او هوائی چلند وزیر خواجه سعد رفیق ویلي دي چې هیڅوک له سیاست نه بهر نه شي ایستلای، مهرباني وکړئ د حسیاست او ډیموکراسۍ له سورې کرښې نه تېر شئ، که د استعفاګانو او اسمبلۍ تحلیلولو سیاست ختم شو نو پنځم مارشل لا به نه وي.