د اسلام اباد پولیسو د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره ځانګړی امنیتي پلان خپور کړی دی

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد پولیسو د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره ځانګړی امنیتي پلان خپور کړی دی.

تيره جمعه په پلازمينه اسلام اباد کې يوه ترهه گريزه پيښه رامينځته شوه چې پکې يو پوليس افسر په يو ځانمرگي بريد کې شهيد شو.

د ښار موجوده امنيتي صورتحال په نظر کې نيولو سره د اسلام آباد پوليس لخوا يو خصوصي سکيورټي پلان جاري کړے شوے دے چې پکښې د ښار په 25 مختلفو ځايونو عارضي سکيورټي چيک پوسټونه جوړ کړے شوي او د ميټرو سروس مسافرو ويډيو ريکارډنګ به هم کولې شي۔
د اسلام اباد پوليس ښاريانو ته هدايات کړي چې خپل شناختي اسناد له ځان سره ولري او د اکسائز دفتر لخوا جاري شوي نمبر پلېټ په ګاډو کې استعمال کړي، د غير نمونې نمبر پلېټونو او غيررجسټرډ ګاډو خلاف به قانوني کاروائي کيږي په داسې حال کې چې بهرني وګړي بايد خپل شناختي اسناد له ځان سره ولري.

پولیسو ویلي دي چې کرایه کونکي او کارمندان باید په نږدې پولیسو سټیشن یا خدماتي مرکزونو کې ثبت شي.

Leave a reply