د پنجاب وزيراعلي نه د اعتماد رايې اخستلو په معامله به د جنورۍ په دويمه نېټه د تحريک انصاف او ق ليګ صوبايي پارلېماني پارټو ګډه غونډه کېږي چې پکښې دواړو ګوندونو خپلو غړو ته د بهر ملکونو د واپسۍ هدايات کړي دي۔
باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پنجاب وزيراعلي نه د اعتماد رايې اخستلو په معامله به د جنورۍ په دويمه نېټه د تحريک انصاف او ق ليګ صوبايي پارلېماني پارټو ګډه غونډه کېږي چې پکښې دواړو ګوندونو خپلو غړو ته د بهر ملکونو د واپسۍ هدايات کړي دي۔ .
لاهور کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې مشورتي غونډه شوې چې پکښې د (ق) ليګ مشر مونس الهي هم ګډون اوکړو په غونډه کښې د جنورۍ په دويمه د دواړو ګوندونو د صوبائي پارليماني پارټو غونډه رابللو فيصله شوې۔
د پارليماني ګوندونو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نمبر لوبې بشپړېدو وروسته به د اعتماد رايې عمل پرمخ وړل کېږي، په دې موقع د پنجاب اسمبلۍ تحلیل کولو عمل په اړه بريفنګ هم ورکړل شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دواړو ګوندونو بهرنيو غړو ته هم د راستنېدو لارښوونه شوې ده.
په دی موقع عمران خان اوویل چی وارداتی حکومت د معیشت ګیله بنده کړی ده، صرف عوامی مینډیټ لرونکی حکومت د شفافو انتخاباتو نه پس مشکلات حل کولی شی.