د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو د خپلې مور د پنځلسم تلين په مناسبت خپل پيغام کې ويلي دي چې شهيده بېنظير بهټو يوه کرشماتي مشره وه چې د خپل وخت نه ډېره مخکښه وه

0
172

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو د خپلې مور د پنځلسم تلين په مناسبت خپل پيغام کې ويلي دي چې شهيده بېنظير بهټو يوه کرشماتي مشره وه چې د خپل وخت نه ډېره مخکښه وه.

خپل پېغام کښې بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې مونږ هره ورځ د بېنظير بهټو د خيال په لار روان يو، د شهيد محترمې بېنظير بهټو په شان کرشماتي مشران په پېړيو کښې پېدا کېږي، تل يې د نفرت نه کولو او نورو ته د بښلو درس ورکړے دے.
هغه وويل، شهيده اغلې بېنظير بهټو په پاکستان کې د جمهوري مبارزې معماره وه، هغه د وروسته پاتې طبقو او لږکيو د حقونو ساتونکې وه او د ښځو د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره د عملي مبارزې مخکښه وه، شهيده اغلې بېنظير وه. بوټو د فدراليزم قوي سمبول و.
خارجه وزير وويل دا د شهيد د نظريې کاميابي ده چې نن جمهوري قوتونه په يوه صفحه ولاړ دي، د وطن جمهوري قوتونه هم د وطن د ستونزو سره د مقابلې لپاره پرعزم دي.

بلاول بهټو د خپلې مور د 15م تلين په موقع د دې عزم څرګندونه وكړه چې پيپلز ګوند به د شهيدې بېنظير بهټو په فكر او فلسفې په ټينګه عمل كولو سره د هېواد نه د غربت، لوږې او بې روزګارۍ ختمولو لپاره مبارزه كوي۔ مونږ به پاکستان د یو قوي جمهوري وفاقي هیواد په جوړولو سره د اسلامي نړۍ رول ماډل کړو، د پارلیمان او ډیموکراسۍ په مضبوطولو سره به ټولنیز او اقتصادي انصاف یقیني کړو.

Leave a reply