عمران خان د خانه کعبې د ماډل ساعت په خرڅولو سره د پاکستان عزت ته زيان رسولې: وزیراعظم شهباز شریف

0
148

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا پر پخواني لومړي وزیر عمران خان نیوکې کړي دي.

ډيره اسماعيل خان کښې يوې دستورې ته وينا کښې شهباز شريف اوويل چې عمران خان د خانه کعبې د ماډل ساعت په خرڅولو سره د پاکستان عزت ته زيان رسولې، د معيشت کشتۍ ډوبه کړې او پيسې يې په جيبونو کښې اچولې دي.

ده ووئيل تر اوسه چا د پاكستان دومره بې عزتي نه ده كړې څومره چې عمران حكومت كړې۔ده ووئيل په دې ورستيو كښې د ترهه ګرۍ پېښې يو ځل بيا رامخې ته كېږي، په بنو كښې چې كومو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړو د پاكستان اتلان دي او ملت به يې ياد ساتي۔

وزيراعظم وويل دترهه ګرۍ دپيښو مخنيوي لپاره به سخت کار او هڅې وکړي چې ترهګري پای ته ورسوی او پاکستان کې به دامن د خوندي کولو لپاره ټول وسایل په کار اچوي.

Leave a reply