د پاکستان دولتي بانک وايي، د بانکي ساعتونو موده به د حکومتي وظیفو، مالیاتو او نورو ټولولو کښې د مرستې لپاره وغځول شي.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان دولتي بانک وايي، د بانکي ساعتونو موده به د حکومتي وظیفو، مالیاتو او نورو ټولولو کې د مرستې لپاره وغځول شي.
د سټيټ بينک لخوا جاري شوي بيان له مخې د سټيټ بينك دفترونه او د نېشنل بانك مجاز څانګې به د دسمبر تر 30مې نېټې د ماښام تر 8 بجو كار كوي۔
سټيټ بينک وايي د دسمبر په 31مه نيټه به د سټيټ بينک دفترونه او د نېشنل بينک مجاز څانګې به د شپې تر لسو بجو پورې کار کوي.





