وفاقي وزير احسن اقبال تور لګولې دې چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت په ملک کښې ترهګري خپره کړې ده۔

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت په ملک کښې ترهګري خپره کړې ده۔

د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره خبرو کې احسن اقبال وويل چې ټي ټي پي سره خبرې د پي ټي ائي په دور کې شوي او هغوي په خېبرپښتونخوا کښې را داخل کړې شول.

دوی ویلي چې د تېر په څېر به ترهګري له منځه وړي.

د دې نه علاوه احسن اقبال ووئيل د آئي اېم اېف ځينې غوښتنې د اولس لپاره د زغم وړ نه دي، د آئي اېم اېف څخه د شرطونو نرمولو هڅې روانې دي۔

Leave a reply