ډاکټر پير نورالحق قادري د پېښور په جامعه جنديه غفوريه (کارخانو مارکیټ پیښور) کښې د پير طریقت شیخ ګل صیب رحمة الله عليه د څلورم تلين په اړه غونډه کښې ګډون کړې

0
164

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وفاقي وزير او د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر پير نورالحق قادري د پېښور په جامعه جنديه غفوريه (کارخانو مارکیټ پیښور) کښې د پير طریقت شیخ ګل صیب رحمة الله عليه د څلورم تلين په مناسبت جوړې شوې دعايې غونډې ته وينا وکړه.

د لمانځه په مراسمو کې د جامعه جندیه غفوریه مدرسې استادانو او شاګردانو ګډون کړی وو. نورالحق قادري د خپل پلار او پیرطریقت شیخ ګل صیب ددې سیمې لپاره مذهبي او روحاني خدمتونه په ښو ټکو کښې وستایل .
د اهل سنت والجماعت تنظیم له خوا د پاکستان په نورو برخو کې هم د اهل سنت والجماعت له خوا د قرآن کریم د تلاوت او د لمانځه مراسم ترسره شول. په دې موقع د خدای بخښلي لپاره ځانګړې دعاوي ترسره شوې او اوویل شول چې الله تعالی دې مرحوم شیخ ګل صاحب ته په جنت الفردوس کې لوړ مقام ورکړي او اوسني د هغه د کورنې عالمان او نور غړي دې له هر ډول مصیبتونو وساتي.

Leave a reply