لنډی کوتل کښې د درې ګوندونو ترمینځ دښمني په دوستې بدله شوه

0
84

باغي ټي وی رپورټ

د لنډي کوتل پولیس سټیشن ایس ایچ او اکبر آفریدي او د جرګې مشرانو په کوششونو د شینوارو خوګا خيل کښې د دريو ډلو ترمينځه د ۴۰ کالو راهسې د زمکه د ملکیت شخړه هواره کړه.

د تفصیلاتو له مخې د لنډي کوتل شینواری خوګا خیل کښې درې ګوندونه زردالله شینواري وروڼه. عرفات شینواری. کورنۍ،د تکبیر الله شینواري خوګاخېل کورنۍ له ۴۰ کلونو راهیسې د زمکې او جایداد پر سر شخړه لرله.
د لنډي کوتل پوليس سټيشن ايس ايچ او اکبر آفريدي سب انسپکټر عشرت شينواري، اسسټنټ سب انسپکټر امجد شینواري،ایڈیشنل ایس ایچ او عظمت ولي شینواري د جرګې مشر قاري حاجي هدايت شاه شينوارى، سراج الدین شینواری. حاجي نصیب الله،نقیب شاه مولانا علي حیدر،مولانا حضرت الله شینواری، د زمکې شخړه د درې واړو خواوو ترمینځ په هلو ځلو هواره کړه.
د جرګې مشرانو وويل، چې که کومې خواوې له يادې پرېکړې سرغړونه وکړي نو دوی به شل لکه کلدارې جريمه کړل شی.
مشرانو اوویل چې د درې واړو خواوو تر منځ کرکه ختمه شوه او په راتلونکي کښې ی د وروڼو په څېر د ژوند کولو هوکړه وکړه. د سیمې خلکو د لنډي کوتل د پولیسو او د جرګې له مشرانو څخه د دغه ګام او هڅې ستاینه او مننه وکړه.

Leave a reply