د اوبو او انرژۍ سرپرست؛ د بندونو د رغونې چارو د لا چټکۍ امر کړی دی

د اوبو او انرژۍ سرپرست؛ د بندونو د رغونې چارو د لا چټکۍ امر کړی دی
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست عبداللطيف منصور د پروژو مسوولينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې د نورو اړونده ادارو سره هم لازمه همغږي وساتي.
منصور دغه راز د پروژو اهميت ته په پام سره د پاتې کارونو پر لا چټکتیا هم ټینګار کړی دی.
(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د اوبو او انرژۍ وزارت د کمال خان او د شاه و عروس بندونو د کارونو د چټکتیا په موخه غونډه رابللې ده او په یاده غونډه کې ټینګار شوی دی چې د دغو بندونو د رغونې چارې باید لا چټکې شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کمال خان بند پروژې مسوولينو ددې بند کاري پرمختګ ۹۵ سلنه ياد کړی او يادونه يې کړې چې د برق د تولید دستګاه ټول وسايل ساحې ته رسېدلي او انسټالیشن چمتو دی.
دغه راز د شاه و عروس بند مسوولينو هم د کاري پرمختګ راپور وړاندې کړی دی او د کارونو د چټکتیا په موخه یې د ا.ا د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.