د قطر حکومت د طالبانو حکومت له خوا په ټولنیزو سازمانونو کې پر ښځو د کار کولو د نوي بندیز په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده

0
72

باغی ټي وي رپورټ
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د دغه هېواد په ټولنیزو سازمانونو کې پر ښځو د کار کولو د نوي بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې پر خپلې پرېکړې له سره کتنه وکړي او د ښځو او د کار د حق په ګډون د نورو بشري حقونو پر درناوي ټینګار کوي.د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د امريکا د جګړې پر مهال قطر د سولې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د پلاوي کوربه وو او د خبرو اترو لپاره ی په قطر کې د طالبانو دفتر هم جوړ شو.

Leave a reply