د جمعیت علمای اسلام په یوه غونډه کښې په قبایلي سیمو او صوبه کې د امن او امان په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده

0
67

باغي ټي وي رپورټ
د جميعت علمائے اسلام ضلعې خيبر جنرل اسمبلۍ لسمه غونډه د امير مولانا حضرت خان په مشرۍ کښې د پخواني وفاقي وزير حميدالله جان په حجره برکمبر خيل کښې وشوه۔ محمد انور د جمعیت علمای اسلام ضلع خیبر اطلاعاتی سکرتر، دا خبر خپور کړې دې.
غونډه د قرآن پاک د تلاوت سره قاري سمیع الله پیل کړه. د غونډې اجنډا جنرل سیکرټري ملک سید کبیر صاحب وړاندې کړه، د غونډې مشرانو اوویل چې د ضلعې د جمعیت علماء کرامو استازی به د مدرسو دوره کوي، په غونډه کې په صوبه کې د امن او امان په اړه اندېښنه څرګنده شوه. د قبائلي علاقو پر ځآیی وزيراعلي خيبرپښتونخوا وزيراعلي خيبرپختونخوا پيښور ته فکر کوي چې د د قبایلي سیمو اولس سره ظلم دې، او د صوبائي ملازمينو تنخواګاني دي هم ورکړې.

پي ټي ائي دې د صوبې د بې درکه کولو او اسمبلۍ تحلیل کولو ډرامې بندې کړي، صوبايي حکومت او اے ډي پي په ګډه د نائب قاصدانو نه پيسې اخېستلو سره غير آئيني کار کوي، صوبايي حکومت دې د حکومتي اوړو کمول، بې کيفيته او په وخت رسيدګي يقيني کړي.
په غونډه کښي پخوانې وفاقی وزیر حمیدالله جان، د فاټا فنانس سیکرټری الحاج شمس الدین، تحصیل چیرمین مفتی محمد کفیل، تحصیل جمرود امیر مولانا ګل نواز، جنرل سیکرټری مولانا دلاور درویش، تحصیل تیراه جنرل سیکرټری مولانا فضل ولی، تحصیل باړه جنرل سیکرټری مولانا جمشید هم ګډون اوکړو.

Leave a reply