وزيراعظم شهباز شريف په اسلام اباد کې د I-14 په چاودنه کې د وژل شوي ټکسي ډرېور د کورنۍ لپاره د مالي پېکج منظوري ورکړې
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په اسلام اباد کې د I-14 په چاودنه کې د وژل شوي ټکسي ډرېور د کورنۍ لپاره د مالي پېکج منظوري ورکړه. د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي اعلاميه له مخې د قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا د پلټنو په رڼا كښې ډرائيور لپاره د پيكج منظوري وركړې شوې د ټېكسي ډرائيور سجاد حېدر شاه كورنۍ لپاره د يو كروړ روپو مالي پېكج منظوري وركړې شوې۔
د بيان ترمخه د وزيراعظم په هداياتو د مالي پېکج چيک د سجاد حيدر شاه کورنۍ ته وسپارل شو۔ ياده دې وي چې د دسمبر په ٢٣مه د اسلام اباد په سيکټر اى ټېن فور کې د سجاد حيدر شاه په ټکسي کې چاودنه شوې وه چې له امله يې د سجاد حيدر شاه ترڅنګ يو پوليس هم وژل شوى و او ځانمرګى بريد کوونکى هم وژل شوى و. په تحقیقاتو کې ویل شوي دي چې د سجاد حیدر د ترهګرو یا د هغوی له منصوبې سره تعلق نه دی ثابت شوی.سجاد حیدرشاه څخه میرمن او څلور اولادونو پاتې شوي دي.