کوټه کښې د لاسي بم بريد په نتيجه کې د يوې زنانه او يوې ښځې په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د کوئټې په سبزل روډ سيمه کې د لاسي بم بريد په نتيجه کې د يوې زنانه او يوې ښځې په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي. دپوليسو ترمخه په سبزل روډ په دغه چاؤدنه کې څلور کسان ژوبل شوي چې دسيمې سول روغتون ته رسول شوي دي. د ملکي روغتون د وياند په وينا، د چاودنې ټپيان د روغتون په ټراما سنټر کې تر درملنې لاندې دي، چې په ټپيانو کې يوه نجلۍ او يوه ښځه هم شامله ده. دپوليسو ترمخه دچاودنې په اړه نورې پلټنې روانې دي، دچاودنې په ځاي کې يو بل لاسي بم هم دبم ډسپوزل سکواډ لخوا خنثى شوى دى.
بل خوا د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو دغه چاودنه غندلې او ټپيانو ته يې د درملنې غوره اسانتياوې برابرې کړې دي. وزيراعلي د پوليس آئي جي ته هدايات کړي چي په ښار کښي دي سيکيورټي انتظامات نور هم موثر کړي او د ترهګرو په ضد کاروائي جاري وساتي۔ هغه وویل چې د سولې د دښمنانو د کفارو په رول کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.