پخواني وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي د جنورۍ 11م نه وړاندي به پنجاب کښي د اعتماد رايه اخلي

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي د جنورۍ 11م نه وړاندي به پنجاب کښي د اعتماد رايه اخلي۔ لاهور کې سينئر خبريالانو سره خبرو کې عمران خان وويل چې د اسټيبلشمنټ سره هيڅ رابطه نشته. هغه وويل داسې ښکاري چې په اپريل مياشت کې انتخابات کيږي، کله چې دوه اسمبلۍ منحل کيږي نو انتخابات به کول وي، که داسمبلۍ منحلولو وروستو انتخابات وځنډول شي نو دا مونږ ته هيڅ فرق نۀ کوي.
هغوي اوویل ووئيل چې مونږ په سمدستي توګه اسمبلۍ نه ده منحل كړې ځكه چې اتحاديانو ته هم قائل كول پکار وو او مونږ به د جنورۍ د 11مې نېټې نه وړاندې د پنجاب اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ واخلو۔پخواني وزيراعظم وئيلي دي چې د قانون د حاکميت، انصاف او انصاف له لارې ټول وګړي د قانون په نظر کې برابريږي، مونږ د قائداعظم محمد علي جناح د پاکستان ويژن په حقله ناکامه شوي يو۔ هغه وویل چې له بده مرغه په پاکستان کې د قانون حاکمیت ته اجازه نه ده ورکړل شوې.






