د خېبر ضلعې په تحصیل لنډیکوتل او جمرود کښې د کرسمس د کیک په پرې کولو سره د عیسایی برادرې جشن ولمانځل

0
158

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې په تحصیل لنډیکوتل او جمرود کښې د کرسمس د کیک په پرې کولو سره د عیسایی برادرې جشن ولمانځل.
په سینټ پال چرچ جمرود کښې د کرسمس مراسم ترسره شول. د مسیحیانو د کرسمس د خوشحالۍ په موقع د کلیسا پادري د پاکستان د امنیت او پرمختګ لپاره دعا وکړه، د کرسمس د جشن لپاره د مسیحي ټولنې کلیسا په برقي څراغونو سینګار کړې او خپله خوښي یې ولمانځله. د غونډې په موقع د جمرود پوليس لخوا د سيکورټي سخت انتظامات کړي شوي وو۔

Leave a reply