د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د غړو د استعفاګانو د تایید لپاره نوې تګلاره جوړه کړې ده

0
196

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د غړو د استعفاګانو د تایید لپاره نوې تګلاره جوړه کړې ده. د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د ده د ګوند غړي به د دوشنبې په ورځ سپیکر ته حاضر شي چې د قومي اسمبلۍ استعفاوې تایید کړي.
خو اوس د پي ټي آئي سرچينو ويلي دي چې د پارټۍ چيئرمېن د دسمبر په ۲۸ نېټه د نوې تګلارې جوړولو لپاره غونډه رابللې ده.

سرچينې وائي ددې امکان شته چې دتحريک انصاف غړي به سبا داستعفې تصديق لپاره دقومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف ته حاضر نۀ شي.

Leave a reply