د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې د تودوخې درجه د نقطه انجماد څخه ښکته شوې ده

0
69

باغی ټی وی رپورټ
د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې د تودوخې درجه د نقطه انجماد څخه ښکته شوې ده چې له امله يې د هوا د له سړیدو خبرداری ورکړل شوی دی.
د موسمياتو محکمي ترمخه نن د کمه درجه حرارت په کوئټه کښي منفي پنځه، په قلات کښي منفي 7، زيارت کښي منفي 5، مستونګ کښي منفي 3، پشين کښي منفي 4، پنجګور کښي 3 او سبي کښي 4 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے دے۔
د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د بلوچستان په زياتره ضلعو كښې به موسم يخ او په يخچال يخ وي او لوي نظام به نن شمالي بلوچستان ته داخل شي چې له امله به ئې په كوئټه، چمن، زيارت او په ځينو سيمو كښې د باران او واوره ورېږي۔ د بلوچستان په ژوب او ګردو سیمو کې. د موسمياتو محکمي او پي ډي ايم د شمالي بلوچستان لپاره د موسم الرټ جاري کړے دے، چمن، زيارت، قلعه عبدالله، پشين، قلعه سيف الله کښي هم د واوري وريدو الرټ جاري کړے شوي دي۔ د موسمياتو محکمي ترمخه د کوټې، قلعه سيف الله، ژوب، کوزک ټاپ، کان مهترزئي، زيارت، لکپاس په لويو لارو د واوري وريدو له وجې د سخت متاثره کيدو هدايات هم ورکړے شوي دي۔
بل خوا د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د لوېديځ د سيسټم د داخلېدو له امله نن له غرمې وروسته په ټول هېواد کې د يخنۍ د يوې نوې څپې د پيلېدو امکان شته، چې له دې وروسته د يخنۍ د شدت امکان شته.

Leave a reply