د بلوچستان په ژوب سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو ترهګر وژل شوی او په مقابل کې یو عسکر هم وژل شوی دی
باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان په ژوب سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو ترهګر وژل شوی او په مقابل کې یو عسکر هم وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، امنیتي ځواکونو د ژوب په سمبازه سیمه کې د پټو معلوماتو پر اساس عملیات کړي، چې په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوی دی.د آئي ايس پي آر ترمخه د ترهه ګرو سره مقابله کښي سپاهئ حق نواز شهيد او دوه اهلکار ژوبل شوي دي۔
د پاکستان د پوځ ویانده اداره وايي، له ترهګرو څخه د سیمې د پاکولو لپاره عملیات روان دي.