د خېبرپښتونخوا صوبایی وزير اقبال وزير او د هغه پلويانو د ځايي حکومت په دفتر کې د کارکوونکو سره لفظي بد چلند کړی او د څو ساعتونو لپاره يې دوی يرغمل کړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا صوبایی وزير اقبال وزير او د هغه پلويانو د ځايي حکومت په دفتر کې د کارکوونکو سره لفظي بد چلند کړی او د څو ساعتونو لپاره يې دوی يرغمل کړی دی.
د صوبايي محلي حکومت چارواکي ادعا کوي چې د صوبايي وزیر او د هغه ملاتړو د څو ساعتونو لپاره کارکونکي تړلي ساتلي او له دوی څخه یې غوښتي چې د څلورم ټولګي د دندو د ‘برخې’ په ورکولو کې ګډوډ شي. د ځايي حکومتی چارواکو په وینا، صوبايي وزیر د شمالي وزیرستان د ټولو کلیو کونسلونو د 62 کلاس فور ملازمینو د نیولو امر اخېستی و، خو حکومت نه غواړي چې د 42 کلاس فور ملازمینو نه زیاتې ورکړي. خبره چيف سيکرټري او نورو وزيرانو ته رسېدلې وه خو اقبال وزير نه مني او غوښتل يې چې ټولې دندې واخلي.
د اقبال وزير ويډيو وائرل شوې چې پکې د صوبائي وزير ګاډي او کارکونکي په حيات آباد کې د بلدياتي ادارې د داخلي دروازې مخې ته موجود دي او اقبال وزير پرله پسې په ټيلي فون خبرې کوي. د ویډیو تر وائرل کیدو وروسته رسنیو د صوبايي وزیر سره د موقف اخیستلو لپاره رابطه وکړه خو صوبائي وزیر د موقف ورکولو نه انکار وکړو او بدې خبرې یې وکړې. وزيراعلي محمود خان د ښاروالۍ د ډائريکټريټ ملازمينو د يرغمل نيولو نوټس اخستې او وزيراعلې د متعلقه چارواکو نه د پيښې رپورټ غوښتې دې۔